ملګرو ملتونو بنګلهدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل مرستندویه ماموریت (یوناما) د مشرې په توګه ټاکلې ده. نوموړې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د یوناما درېیمه پرلهپسې ښځینه مشره ده.
رباب فاطمه تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره عالي استازې وه. هغې د سولې د ټینګښت کمېسیون، د ملګرو ملتونو د ښځو د اجرایوي بورډ، یونیسف او نورو نړیوالو ادارو په مشرتابه کې مهمې دندې ترسره کړې دي.
د شنونکو په باور، دا چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې پرلهپسې ځله ښځو ته سپارل کېږي، د نړیوالې ټولنې د دې دریځ څرګندونه کوي چې د افغان ښځو، نجونو، بشري حقونو او ټولشموله سیاسي حل موضوعات لا هم د نړیوالې اجنډا مهمه برخه ده.
رباب فاطمه په داسې وخت کې دغه ماموریت پیلوي چې افغانستان له بشري اړتیاوو، اقتصادي ستونزو او د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون د محدودیتونو له دوام سره مخ دی.
د راپور له مخې، د هغې د ماموریت مهم لومړیتوبونه به د بشري مرستو د دوام ملاتړ، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ساتل، د ښځو او نجونو د حقونو موضوع په نړیواله اجنډا کې ژوندۍ ساتل او د یوه ټولشموله سیاسي حل لپاره د خبرو ملاتړ وي.
طالبانو تر اوسه د رباب فاطمې د ټاکنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

