د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر وروستیو پاکستاني هوايي بریدونو سخت غبرګون ښودلی او دغه بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل بللی دی.

کرزي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

هغه په خپل پیغام کې له پاکستان غوښتي چې له دوه‌ګوني سیاست څخه لاس واخلي او له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.

کرزي ویلي: «د پاکستان په ګټه دا ده، چې د تقابل او افراط‌پالنې په اړه له دوه‌ګوني سیاست څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.»