پاکستان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو تازه هوايي او ځمکني بریدونه تایید کړي دي. د راپورونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په مندهخېلو سیمه کې هوايي بمبار شوی او ځايي سرچینې وایي، له لومړنیو بریدونو وروسته هغه ولسي وګړي هم بمبار شوي چې د قربانیانو د ژغورنې او د مړو د راایستلو لپاره سیمې ته ورغلي وو.
د سرچینو په وینا، د بریدونو پر مهال د جګړهییزو جېټ الوتکو غږونه او پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او د ټپیانو روغتیايي مرکزونو ته د لېږد بهیر دوام لري.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، دغه عملیات د خیبرپښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي. هغه ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د «جماعتالاحرار» په ګډون د وسلهوالو پټنځایونه په نښه شوي او ۲۹ وسلهوال وژل شوي دي.
تر اوسه د ملکي تلفاتو رسمي شمېر نه دی خپور شوی او طالبانو هم د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

