هغه افغان شخصیت چې پښتو یې فضا ته ورسوله او د افغانستان نوم یې د ستورمزلو په تاریخ کې ثبت کړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلونو په عمر په جرمني کې وفات شو.
د هغه د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نوموړی له څه مودې راهیسې پر سرطان ناروغ و او د جرمني په شتوتګارډ ښار کې یې د درملنې ترڅنګ ژوند کاوه.
عبدالاحد مومند د افغانستان د فضايي او علمي تاریخ له مخکښو څېرو څخه و. هغه په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته سفر وکړ او د افغانستان لومړنی ستورمزلی شو.
مومند د خپل تاریخي فضايي ماموریت پر مهال له ځان سره قرآن کریم فضا ته یووړ او هلته یې تلاوت وکړ. نوموړي همدارنګه له فضايي مرکز څخه له خپلې مور سره په پښتو ژبه ټیلیفوني خبرې وکړې، چې له امله یې پښتو د هغو ژبو په ډله کې شامله شوه چې په فضا کې ویل شوې دي.
عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت په سردې سیمه کې زېږېدلی و. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په غزني او کابل کې ترسره کړې او وروسته یې د پيلوټۍ او هوايي انجینرۍ زده کړې په پخواني شوروي اتحاد کې بشپړې کړې.
هغه د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه خپل فضايي سفر پیل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو. دغه ماموریت د پلان له مخې اته ورځې و، خو د تخنیکي ستونزو له امله نهه ورځې وغځېد.
مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې مېشت و او د شتوتګارډ په علمي او تخنیکي مرکزونو کې یې هم فعالیت درلود.
د هغه مړینه د افغانستان لپاره د یوې تاریخي او علمي څېرې د له لاسه ورکولو په توګه یادیږي.

