د مرستو رسولو لپاره د اوو هېوادونو له لارې د بسکېټو اوږد لوژستیکي سفر بشپړ شو

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان لا هم د بشري مرستو له لارې خپلې لومړنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کوي، په داسې حال کې چې هېواد له لوږې، بې‌وزلۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی.

د دغه سازمان په وینا، هغه غني شوي بسکېټونه چې په ښوونځیو کې ماشومانو ته وېشل کېږي، د ډېرو زده‌کوونکو لپاره د ورځې یوازیني مغذي خواړه ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۹۷ مټریک ټنه غني شوي بسکېټونه، چې د نږدې ۱۷۲ زره زده‌کوونکو لپاره ځانګړي شوي وو، د اندونیزیا له سورابایا بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دغه مرستې د اندونیزیا د حکومت د ۳.۵ میلیونه ډالرو مرستو برخه ده، چې د افغانستان د ښوونیز تغذیې پروګرام لپاره ځانګړې شوې ده.

په پیل کې پلان دا و چې دغه بار د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته انتقال شي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچونو او د لارو د تړل کېدو له امله دغه پلان بدل شو.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اکمالاتو د لړۍ مشرې کورین فلیشر ویلي: «لوږه د لارو د پرانیستل کېدو انتظار نه‌شي کولی.»

وروسته دغه مرستې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، اذربایجان او ترکمنستان له لارې د ځمکنۍ لارې افغانستان ته انتقال شوې.

۲۱ باروړونکو لاریو زرګونه کیلومتره سفر وکړ او د اوو هېوادونو له پولو او ګڼو امنیتي او ګمرکي پړاوونو څخه تېرې شوې.

دغه مرستې وروسته د هرات د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته داخلې شوې او بیا کابل ته ولېږدول شوې. وروسته دغه بسکېټونه د غور، نورستان او پکتیکا ولایتونو ښوونځیو ته ووېشل شول.