پخواني ولسمشر د قطر د تحصیلي پروګرام له لارې د ۷۴ افغانو نجونو فراغت وستایه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د «غوره روزنې بنسټ» له لوري د امریکا له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغانو نجونو د فراغت هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغان نجونې باید په خپل هېواد کې د زده‌کړو بشپړ حق او فرصت ولري.

حامد کرزي په خپل خپور کړي پیغام کې د قطر د یاد بنسټ له لوري افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو مننه کړې او دا یې د افغان نجونو د لوړو زده‌کړو لپاره مهم ګام بللی دی.

هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي او په افغانستان دننه دې ورته د زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر شي.

کرزي ویلي، د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره اړینه ده چې مسلکي او لوستي کدرونه وروزل شي او د کار مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د معلوماتو له مخې، د قطر د «غوره روزنې بنسټ» د پروګرام له لارې ۴۲۶ افغانو نجونو ته د امریکا په ۲۷ پوهنتونونو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې، چې له دې ډلې ۷۴ نجونې دوه ورځې وړاندې فارغې شوې دي.