یوناما وایي، د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱ پېښې تایید شوې دي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې، په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، جبري ودونه او په زور د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پر مهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.
یوناما ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو پر ضد غږ پورته کوي، له خپلسرو نیونو، شکنجو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.
راپور زیاتوي، چې د ښځو لپاره د روغتیايي، حقوقي او ټولنیزو خدمتونو ډېری مرکزونه د بودجې د کمښت او د طالبانو د محدودیتونو له امله تړل شوي دي.
ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي، محدودوونکي قوانین لغوه کړي او د افغانستان نړیوالو ژمنو او هوکړو ته درناوی وکړي.
په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د بودجې کمښت، اداري محدودیتونو او د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر تګراتګ بندیزونو د بشري مرستو رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. راپور زیاتوي، چې د ښځو پر کار، زدهکړو، تګراتګ او ټولنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لا هم دوام لري.

