‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی چې افغانستان لاهم د ژور بشري ناورین په حالت کې دی او په ۲۰۲۶ کال کې د شاوخوا ۹۴۹ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. یونېسف وايي، د ۲۰۲۶ کال لپاره لږ تر لږه ۲۱.۹ میلیونه افغانان چې پکې ۱۱.۶ میلیونه ماشومان شامل دي، بشري مرستې غواړي. دا شمېر د بې‌وزلۍ د پراخېدو، د بنسټیزو خدمتونو د کمښت، د اقلیمي بدلون له امله د زیان‌منونکو پېښو، او د خوندي ژوند چاپېریال د نشتوالي څرګندې نښې دي.

‏یونېسف ټینګار کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې دوامداره حضور د ژوند ژغورونکو خدمتونو د وړاندې کولو او د زیان‌منونکو کورنیو د خوندیتوب لپاره اړین دی. په راپور کې ویل شوي چې افغان ښځې او نجونې د حقونو له پراخو او سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز، له کاره منع کېدل او ورځني محدودیتونه د هغوی د ژوند خوندیتوب نور هم کمزوری کوي.

‏یونېسف زیاتوي چې د اوبو، روغتیا او حفظ‌الصحې په برخه کې د پانګونې کمښت، د اقلیمي بدلون پرله‌پسې اغېزې او طبیعي پېښې د بشري مرستو اړتیاوې لا زیاتوي. دغې ادارې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۹۴۹.۱ میلیونه ډالر غوښتنه کړې چې پرې به ۱۲ میلیونه کسان له اساسي خدمتونو ګټه پورته کړي، چې پکې ۶.۵ میلیونه ماشومان شامل دي.