‏پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) پرون په لندن کې یوه ستره جرګه جوړه کړه چې پکې د برتانیا له بېلابېلو سیمو سربېره د اروپا، کاناډا او امریکا ګڼو غړو ګډون درلود. دا غونډه د تېر کال د خیبر جرګې د پرېکړو د ملاتړ لپاره رابلل شوې وه.

‏په جرګه کې د غورځنګ ویناوالو د خیبر جرګې ملاتړ تکرار کړ او د افغان نجونو د زدکړو پر حق یې ټینګار وکړ. ګډونوالو د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او له اسلام‌اباده یې د دغو عملیاتو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.

‏ویناوالو پاکستان پر پښتنو د رواني، اقتصادي او ټولنیزې نسل وژنې په دوام تورن کړ. ګډونوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو لګېدلي بندیزونه وغندل او د نیول شویو مشرانو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

‏پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې خیبر جرګه رابللې وه چې د پاکستان حکومت یې د مخنیوي هڅه کړې وه، خو غونډه ترسره شوه او وروسته پر غورځنګ بندیزونه ولګول چې لا هم دوام لري.