د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي ذکیم وزیر ویلي چې د لسو ورځو چوپتیا وروسته د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په رسمي ډول منلې چې د پيټېاېم هغه پلاوی، چې له سرکاري جرګې څخه لادرکه شوی و، د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او دا مهال د اسلاماباد د نظامي استخباراتو (MI) په توقیف کې دی.
ذکیم وزیر دغه کار د پښتونخوا د اعلی وزیر لپاره «شرموونکی» وباله او وویل چې استخباراتي ادارې د هغه تر واک لاندې «د کوڅهډبو غلو په څېر مېلمانه وړي»، خو وزیر بیا هم د واک او اختیار دعوه کوي.
نږدې لس ورځې وړاندې د پښتونخوا په پېښور کې له یوې سرکاري جرګې څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ پلاوی د پاکستاني امنیتي کسانو لهخوا بېدرکه کړل شو، چې په کې نورالله ترین، حنیف پښتین او نور فعالان شامل دي. د هغوی برخلیک تر اوسه ناڅرګند پاتې دی.

