سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي، شل کاله وړاندې زرګونه پاکستاني طالبان د افغان طالبانو ترڅنګ د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېدل. نوموړي ویلي، هغه مهال د افغانستان جمهوري دولت د دغې مداخلې پر ضد شکایت کاوه، خو پاکستان دا د افغانستان «کورنی موضوع» بلله.
خټک د “اېکس” خواله رسنۍ کې لیکلي چې اوس وضعیت برعکس شوی، ځکه چې اوس د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په خیبر پښتونخوا کې جګړه کوي او افغان طالبان دا د پاکستان «داخلي مسئله» ګڼي.
هغه ټینګار کړی چې دا جګړه د یوې سترې استخباراتي لوبې برخه ده، چې د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریز دهلېز د جوړېدو د مخنیوي لپاره روانه ده. افراسیاب خټک ویلي:
“د طالبانو او پاکستان وروستۍ جګړه هماغه پخوانۍ استخباراتي لوبه ده، یوازینی توپیر یې دا دی چې دا ځل موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سوداګریز کورېډور د جوړېدو مخنیوی دی، خو هېڅوک د دې اصلي موخې یادونه نه کوي.”
هغه زیاته کړه چې دا لا نه ده څرګنده څوک د دغه اقتصادي دهلېز مخالفت کوي، خو دا روښانه ده چې جګړه د سیمې د اقتصادي اړیکو ګډوډولو لپاره کارول کېږي.

