د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه کولی شي «ډېر ژر او په اسانۍ» حل کړي. نوموړي دا څرګندونې د مالیزیا په کولالمپور ښار کې د کمبودیا او تایلنډ ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک پر مهال وکړې.
ټرمپ ویلي، دا د هغه د ادارې له اته نړیوالو شخړو وروستۍ پاتې ده چې ده په اته میاشتو کې پای ته رسولې دي. د هغه په وینا، دواړه لوري د خبرو هڅې پیل کړي دي، او د ده باور دی چې دا کړکېچ به ژر ختم شي.
هغه زیاته کړه: «د پاکستان صدر اعظم او لوی درستیز ښه خلک دي. زه شک نه لرم، دا ستونزه به ژر حل شي.»
په همدې وخت کې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې د دوهمې ورځې لپاره دوام لري. د سرچینو په وینا، دا خبرې به درې ورځې روانې وي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلویزیون ویلي، افغان لوري پاکستان ته خپله نهايي شوې مسوده سپارلې ده، چې په هغې کې غوښتل شوي پاکستان دې د افغانستان ځمکني او هوايي حریم ته درناوی وکړي او هېڅ ډلې ته د افغان خاورې پر ضد د کار اجازه ورنه کړي.
پاکستاني پلاوي هم خپله مسوده طالبانو ته سپارلې ده. د راپورونو له مخې، اسلاماباد د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتونپالو پر ضد د ګډو امنیتي او استخباراتي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

