د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د روان میلادي کال له پیل څخه تر د اکتوبر ۱۶مې نېټې پورې، له ۳۰ زره ډېر افغان بېاسناده کډوال نیول شوي دي. دغه اداره چې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، وايي دا نیونې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي د پراخې دولتي تګلارې برخه ده چې په ټولو ښارونو کې عملي کېږي.
په ټوله کې د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په همدې موده کې په ترکیه کې ۱۲۲ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي، چې ډېره برخه یې افغانان جوړوي. په نیول شویو کسانو کې د ازبکستان، ترکمنستان، ایران، عراق، مراکش، مصر، سوډان او یمن اتباع هم شامل دي.
له بلې خوا، یو شمېر هغه افغانان چې له ترکیې افغانستان ته جبراً ډیپورټ شوي، د توقیف، سختو شرایطو او ناوړه چلند کیسې کوي.
دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د ترکیې ساحلي ساتونکو تازه د یوې ډوبې شوې کښتۍ له پېښې وروسته د ۱۶ کسانو جسدونه موندلي، چې پهکې یو شمېر افغانان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیترانې سمندر په اوږدو کې د اروپا ته د رسېدو پر مهال مړه شوي دي.

