د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي د افغان طالبانو وروستي بریدونه بېدلیله بللي او ویلي یې دي چې افغانستان ته به د هند په څېر ځواب ورکړل شي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې افغان طالبانو د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر ځواکونو د «انتقامي عملیاتو» پيل اعلان کړ.
د راپورونو له مخې، دا جګړې د کابل او سوېل ختیځو ولایتونو پر هوايي بریدونو د طالبانو د غبرګون په توګه رامنځته شوې، چې څو ساعته یې دوام وکړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، مُحسن نقوي ویلي: «پاکستاني ځواکونه به چوپ پاتې نهشي، د خښتې ځواب به په ډبرو ورکړي.» هغه زیاته کړه، «افغانستان د اور او وینو هغه لوبه کوي چې د هغې تارونه زموږ له ازلي دښمن سره تړلي دي»، چې اشاره یې ډېری شنونکي هند ته ګڼي.
نقوي خبرداری ورکړی چې که افغانستان د پاکستان پر وړاندې دا ډول تګلاره دوام ورکړي، نو ورته به «هند ته ورته سخت او پرېکنده ځواب ورکړل شي.»
له بل پلوه، طالبانو ویلي چې د دوی عملیات «انتقامي» بڼه لري او که پاکستان یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړل شي.