‏سرچینو ویلي چې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې، په جګړه کې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.