ملګرو ملتونو د طالبانو د مشر په امر د انټرنېټ بندېدل د افغانانو ژوند ته جدي ګواښ بللی دی. د دې سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، چې د انټرنېټ پرې کېدو په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې بهیر ګډوډ شوی دی.
حق زیاته کړې: «انټرنېټ او مخابراتي اړیکې د طبیعي پېښو پر مهال خورا اړینې دي. د ژغورنې ډلې د انټرنېټ له لارې خبرداري او اړین معلومات ترلاسه کوي.»
هغه ټینګار کړی، چې د انټرنېټ بشپړ بندېدل نه یوازې د بشري حقونو او اساسي ازادیو ښکاره نقض دی، بلکې د خلکو ژوند له مستقیم ګواښ سره مخامخوي.
راپورونه ښيي، چې د انټرنېټ بندېدل د افغانستان بانکي، تجارتي او عامه خدماتو بهیرونه هم ګډوډ کړي دي. دا پرېکړه د طالبانو د مشر په مستقیم امر عملي شوې او موخه یې د فایبر نوري شبکو بشپړ بندول بلل کېږي.