‏د کابل د هوايي ډګر سرچینې وايي چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله ټول پروازونه لغوه شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکه چې ټاکل شوې وه نن ماښام ۶ بجې د دوبۍ پر لور الوتنه وکړي، لغوه شوه.

‏سرچینې زیاتوي چې د کابل هوايي ډګر مسوولین هم له مخکې د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه نه وو خبر.