‏پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ۴۳م پوډکاسټ کې ویلي، چې استعداد موروثي نه وي او میراثي نظامونه د افغانستان د اړتیاوو او ستونزو د حل وړتیا نه لري. هغه ټینګار کړی، چې ولسي نظامونه او د جرګې دود د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

‏ښاغلي غني زیاته کړې چې سیاسي مرکزیت له اقتصادي مرکزیت پرته تلپاتې نه شي پاتې کېدای. د هغه په باور، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واک روښانه وېش اړین دی، ځکه بې حده تمرکز یا بې مرکزي تل د ناکامیو لامل شوي دي.

‏هغه ویلي: « ډېر کله هغه والیان چې د اوږدې مودې لپاره په دندو پاتې شوي، د مرکزي حکومت د بېلتون او یا د بغاوت په فکر کې شوي دي.»

‏ولسمشر غني همدارنګه یادونه کړې چې د افغانستان ورکه شوې اړتیا سیاسي او اقتصادي ثبات دی، او د اصولو نشتوالی، خپلسري، بې قاعدګي او نفاق د ناکامیو اصلي لاملونه ګرځېدلي دي.