‏د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې نوې سروې پایلې خپرې کړې چې له مخې یې، افغان ښځينه خبریالانې اوس مهال د حقیقت او بقا لپاره د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې مبارزه کوي.

‏په دې سروې کې چې د روان کال په جولای او اګست میاشتو کې له ۱۰۱ ښځينه خبریالانو سره شوې، ویل شوي ډېر شمېر خبریالانې د ۲۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ عمر لري، له دوو تر لسو کلونو کاري تجربه لري او ډېری یې په کابل کې مېشتې دي. خو یوازې ۶،۹ سلنه یې کولی شي په ښکاره ډول خپلې دندې ته دوام ورکړي، پاتې نورې یا په پټه کار کوي، یا تر فشارونو لاندې فعالیت کوي او یا یې د مسلک پرېښودو ته اړې شوې دي.

‏د راپور له مخې، نږدې نیمايي ښځينه خبریالانو ویلي چې د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره د کار دوام ته هیله نه لري. د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم ټولې ښځې له دولتي رسنیو لرې شوې او ګڼ شمېر یې یا له هېواده وتلې دي او یا یې ژورنالېزم پرېښی دی.

‏په راپور کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال وړاندې د بیان د آزادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۲۲ ځای کې و، خو اوس تر ۱۷۸ ځای ته رالوېدلی دی.