د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۱۰۶ کاله پوره شول. په ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸مه، غازي امان‌الله خان د انګرېزانو پر وړاندې د خپلواکۍ جګړه وګټله او افغانستان یې د یوه خپلواک دولت په توګه نړۍ ته وپېژاند.

له هماغې ورځې دا نېټه د افغانانو لپاره د ملي ویاړ ورځ ده، چې د «غازي» لقب د امان‌الله خان د قربانیو او مبارزې په ویاړ ورکړل شو.

که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې دغه ورځ په هېواد کې د خلکو او دولت له‌خوا په شانداره ډول لمانځل کېده، خو اوس د خلکو پر ازادانه لمانځغونډو، ملي بیرغونو پورته کولو او دودیزو اتڼونو محدودیتونه وضع شوي دي.

په همدې حال کې په پېښور کې مېشت افغان جلاوطنان وايي چې د پاکستان پولیسو سږکال د دوی د خپلواکۍ د جشن د نمانځلو مخه نیولې ده.

افغانان په دې باور دي چې د خپلواکۍ ورځ یوازې د تېر وخت یاد نه دی، بلکې د ملي یووالي، وقار او ازادۍ سمبول دی.

#دخپلواکۍورځ #افغانستان #غازيامانالله #TAP #TheAfghanistanPost