د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه د جولای په ۲۹ مه نېټه د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو پر فضا الوتنې کړي او ګزمې وهلي دي.
د سیمې ځايي خلکو ویلي چې دغو الوتکو په ډېره ټیټه ارتفاع کې الوتنې کړې دي او خلک یې سخت وېرولي و.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي چې د پاکستاني جېټ الوتکو په غږ له خوبه را وېښ شول او یوشمېر کورنۍ د بمباریو له وېرې خپلې مېنې هم پریښي دي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې د پاکستان څلور جېټ الوتکو د خوست پرفضا مسلسل د شپې تر ناوخته پورې ګزمې وهلي دي.
د پاکستان پوځ او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو پر افغان خاوره هوایي ګزمې او بریدونه کړي دي خو طالبان یې تل په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.