د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نوی راپور ښيي چې له پاکستانه راستنې شوي افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له جدي لوږې او فقر سره مخ دي. د راپور له مخې، ۵۷ سلنه کورنۍ کافي خواړه نه درلودل، او ۴۷ سلنه خو هېڅ خوراکي زیرمه نه درلوده.

راپور د ۳۰ ولایتونو په کچه د ۲۸۶۸ راستنو شویو کورنیو د وضعیت ارزونه کړې او ښيي چې ډېری کورنۍ د بې‌سرپناهۍ، بې‌کارۍ، او رواني فشار سره مخ دي.

مهمې موندنې:
• ۲۹ سلنه کورنیو ته خوراکي مواد له یوې اوونۍ هم مخکې خلاص شوي.
• ۷۱ سلنه په نامناسبو کورونو کې ژوند کوي.
• د ښځینه سرپرستو کورنیو ۶۶ سلنه خواړه نه لري.
• ۳۳ سلنه ماشومان مکتب ته لاسرسی نه لري.
• ۷۰ سلنه کورنۍ له ۱۴۰ ډالرو کم عاید لري.
• ۳۸ سلنه وايي ملګرو ملتونو مرسته‌یې یوازې دوه درې میاشتې بس کړې.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د افغان مهاجرو د جبري ایستلو د نوي پړاو له پیل سره، د راستنېدونکو حالت ته جدي پاملرنه اړینه ده.

theAfghanistanpost #TAP #UNHCR #جبري_راستنېدنه #افغانستان