‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې ښوونه او روزنه د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.

‏حامد کرزي نن جمعه د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د زده کړې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ويلي دي چې افغانستان یواځې د پوهې له لارې کولای شي له بهرنیو مرستو ځان خلاص او په نړیواله ټولنه کې خپل مناسب ځای ترلاسه کړي.

‏نوموړي يوځل بیا په هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د درازو په پرانیستلو ټینګار کړی دی.

‏د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلي دي.