د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک، ویلي چې د طالبانو لخوا په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو د زده کړو بندیز د افغانستان روغتیايي سیستم ته «ویجاړونکی اغېز» لري.
نوموړي وویل: “دا بندیز به د ښځو او نجونو حقونو، زده کړو، او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې نور محدودیتونه رامنځته کړي.”
اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دا پرېکړه له اساسي بشري حقونو څخه سخته سرغړونه بللې ده.