‏ملاله یوسفزۍ ویلي دي چې د طالبانو د سختو قوانینو سره سره افغان مېرمنې لا هم د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. نوموړې د “ډوډۍ او ګلابونه” مستند فلم د اجرایوي پروډیوسرې په توګه ویلي: “موږ باید د افغان ښځو زړورتیا ته درناوی وکړو او د هغوی ملاتړ وکړو.”

‏دغه مستند د دریو افغان ښځو ژوند بیانوي چې د طالبانو تر واک لاندې خپلې آزادۍ له لاسه ورکړې. د فلم جوړوونکې صحرا ماني په وینا: “ښځې د مبارزې لپاره نوې لارې لټوي، که څه هم سخت محدودیتونه پر دوی لګېدلي دي.”

‏ملاله وايي، د دې فلم موخه دا ده چې نړۍ د افغان ښځو له کړاوونو او زړورتیا خبر کړي او د هغوی د ملاتړ لپاره نړیوال فشارونه ډېر کړي.

‏⁧‫#افغانستان‬⁩ ⁧‫#دښځوحقونه‬⁩ ⁧‫#ملاله_یوسفزۍ‬⁩ ⁦‪#theAfghanistanPost‬⁩ ⁦‪#TAP‬⁩ ⁦‪#BreadAndRoses‬⁩