د افغانستان اسلامي جمهوریت پخوانی جمهور رییس محمد اشرف غني د ژوند لارې د پودکاستونو په دوام داځل د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې ده.

‏محمد اشرف غني نن پنجشنبه د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د دې پودکاست په خپرولو سره ویلي دي چې دده د اقتصادي مودل یوه برخه دا وه چې له یوې خوا د ترانزیت سوداګرۍ لارې پرانیزي او له بلې خوا خپلومالونو ته بازارونه او پلورونکي ومومي.

‏نوموړی څرګنده کړې چې د پورته موډل پع عملي کولو سره په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه په لومړي ځل د یو میلیارد ډالرو څخه واوښته، چې دا د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د یوې بریالۍ طرحې د پایلو څرګندونه کوي.

‏ښاغلی غني زیاتوي چې د دې طرحې موخه د ترانزیت او سوداګرۍ له لارې هېواد ته پانګه جذبول وو، چې بیا دغه پانګه د نورې پانګې د تولید او تمرکز لپاره وکارول شي، څو افغانستان اقتصادي پرمختګ وکړي.

‏پخوانی ولسمشر وایي چې د سږداګرۍ په برخه کې د هغه موډل عبدالمجید زابلي و، چې د ۲۰مې پېړۍ په نیمایي کې یې د افغانستان لپاره اقتصادي تګلارې جوړې کړې.

‏نوموړی وايی د زابلي طرحې هغه وخت په هېواد کې معرفي شوې چې د نړۍ ځینې پرمختللي هېوادونه لکه جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، چین او هند هم ورته اقتصادي لارې تعقیب کړې.

‏د ښاغلي په باور، که د عبدالمجید زابلي اقتصادي تګلارې دوام موندلی وای، افغانستان به نن په سیمه کې د یو ستر اقتصادي او تجارتي ځواک په توګه مطرح وای.

‏ولسمشر محمد اشرف غني همدارا ویلي دي چې زابلي د افغانستان د “ناتمام اقتصادي فصل” په توګه یادېږي، لکه څنګه چې امان الله خان د هېواد د “ناتمام سیاسي فصل” په توګه پېژندل کېږي.