د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کاناډا کې د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر حسن سروش د دندې پای ته رسېدل اعلان کړي.

په مکتوب کې، چې د طالبانو د بشري سرچینو ریاست لخوا خپور شوی، راغلي چې سروش د سنبلې ۱۵ نېټې څخه «له دندې ختم» شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې کاناډا او د افغانستان سفارت به د طالبانو دغه غوښتنه ومني که نه.

یاد سفارت لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

کاناډا د طالبانو پر ضد سخت دریځ لري او دغه ډله یې تروریستي سازمان بللې ده.