د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بنت، په دې وروستیو کې د داعش لخوا د افغان هزاره وګړو پر وړاندې د ترسره شویو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ریچارد بنت، نن جمعه د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دایکندي د هزاره وګړو په وژنه کې د نړیوالو جرمونو نښې لیدل کېږي. نوموړي همدراز د هزاره وګړو د امنیت په ټینګښت ټینګار کړی دی او ویلي دي چې دغه وګړي جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د ویلو ده چې داعش وسلوالې ډلې تېره ورځ د دایکندي او غور ولایتونو ترمنځ د هزاره وګړو د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست.