‏د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر، فضل محمود فضلي ویلي دي چې طالبان د افغانانو پر اوږو یو دروند بار دی، او د دې فشار اصلي قربانیان افغانان دي، نه بهرنیان.

‏فضلي زیاتوي چې بهرنیان د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره له طالبانو سره تعامل کوي او د هغوی څخه د جدي مخالفت تمه نه شي کېدای.

‏هغه د کماله هارس او ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي، چې طالبان ته د ترهګرو خطاب او د دوحې تړون د باطلېدو خبرې یوازې د سیاسي نندارو یوه برخه ده. فضلي ټینګار کړی چې افغانان باید د طالبانو له فشاره د خلاصون لپاره په خپلو ملي ظرفیتونو او ارادې تمرکز وکړي.