‏د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان سفیر، تاکايوشي کورومايا سره لیدلي دي.

‏د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي معاونیت نن جمعه د سپټمبر په ۶ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د جاپان سفیر په دې لیدنه کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې ده.

‏د اعلامیې له مخې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا همداراز ویلي دي چې هېواد یې غواړي د افغانستان د تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره د کابل موزیم سره ۳۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړي.

‏مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې جاپان د طالبانو په بهرني سیاست کې یو مهم هېواد وباله او زیاته یې کړه چې طالبانو د دوحې د درېیمې ناستې ټولې ژمنې په یواځې توګه پوره کړې دي، او تمه یې وښوده چې جاپان او نور هېوادونه هم خپلې ژمنې پوره کړي.