‏د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړی دی چې د هېواد فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ م کال د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د ازبیکستان مرکز تاشکند ته روانه شوه.

‏ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو وړاندې د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۸ مه نېټه به د پاراګویه فوټسال ملي لوبډلې سره دوستانه سیالي وکړي.

‏ټاکل شوې د ۲۰۲۴ م کال د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د ۲۴ لوبډلو په ګډون د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه په رسمي بڼه پیل شي.