‏د طالبان تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د تخصص برنامې له ۲۷ تخصصي څانګو څخه نږدې ۴۸۳ تنو متخصصینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

‏د عامې روغتیا وزارت ژمنه کړې چې په خپلو هڅو سره به یاده برنامه لا غني او په کور دننه د متخصصینو د روزلو برسېره به یادو متخصصینو ته په بهرنیو هېوادونو کې هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

‏دا په داسې حال کې ده چې اکثره لوستي ځوانان په کور دننه له بې کارۍ کړیږي او وایي چې طالبان دوی ته د کار کولو چانس نه ورکوي.