‏د مقاومت جبهې اعلان کړی چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې پر طالب وسوالو برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې درې وسلوال وژل شوي او یو یې ټپي دی.

‏د مقاومت جبهې نن پنجشنبه د سپټمبر په ۵ مه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چارشنبې په ورځ ماسپښین څلور بجې، د تخار په مرکز، کابل بندر سیمه کې یې د طالبانو پر وسلوالو برید کړی دی.

‏ځايي سرچینې وایي چې له پېښې د درې ملکي وګړو په ګډون یو ماشوم، د تالقان ښار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

‏تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.