‏د کندهار ولایت څخه سیمه اییزې رسنۍ وایي چې د دې ولایت په مرکز اوومه ناحیه کې نامعلومو کسانو د میرویس مېنې د نجونو عالي لېسې ته اور اچولی دی.

‏په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې خپرې شوې ویډیو ګانو کې لیدل کېږي چې د دې ښونځي په یوې برخې کې اور لګېدلی دی او میزونه او چوکۍ یې په اور کې سوځي.

‏تر اوسه د دې اور لګېدنې علت نه دی معلوم شوی او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جمهوریت په وخت کې هم په ځلونو وسلوالو کسانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انجونو ښونځیو ته اور اچولی و.