صبغت‌الله مولوي‌زاده، د هرات یوه مشهوره دیني عالِم، د طالبانو د د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د نجونو د تعلیم په اړه څرګندونې رد کړې او هغه یې مناظرې ته راوباله.

‏مولوي‌زاده ویلي چې دا نظر شخصي دی او دیني مشروعیت نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ډېری علما د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.