د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو را وتلو او تالنده برېښنا خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست نن یکشنبه د اګسټ مېاشتې په ۲۵ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې سبا دو شنبه د اګسټ په ۲۶ مه نېټه به بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولايتونه د نسبتاً تېزو بارانونونو او سېلابونو شاهد وي.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې په بېلابېلو سيمو کې د باران اندازه به له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ریاست همداراز د هېواد په شمال، شمال ختیځ، لوېدیځ، سویل، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو اټکل هم کړی دی. دا په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورستیو سختو اورښتونو، سیلابون او توفانونو له کبله خلکو درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.