ملګرو ملتونو د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون ته په غبرګون کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه غندلي او ویلي دي چې د دا ډول قوانینو په عملي کولو سره سخته ده چې افغانستان پرمختګ وکړي.

د ملکرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د طالبانو د مشر له خوا په افغانستان کې د امر بالمعروف د نوي قانون د خپرېدو او په عام ژوند کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو په تړاو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش د تبصرې په اړه ویلي دي چې یو هېواد د دغه ډول پریکړو په عملي کولو سره پرمختګ نشي کولای او نه هم خپل وضعیت کې بدلون راوستی شي.

د طالبانو د عدلیې وزارت چهارشنبې د اګست ۲۱ مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر نوی قانون ددې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده له خوا د توشیح وروسته په ټول افغانستان کې نافذ شوی دی.

د عدلیې وزارت د نوي قانون د خپرولو موخه د منکراتو مخنیوی او له ګناه څخه د خلکو ګرځول ښودلي دي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف د نوي قانون په یوه برخه کې د ښځو د حجاب اړوند احکام شامل شوي او په دې کې اشاره شوې چې د فتنې د مخنیوي لپاره د ښځې ټول بدن پټول او د مخ پټول ضروري دي.