رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې یوشمېر نړیوالو هوايي شرکتونو په منځني ختیځ کې روانو نارامیو ته په کتو د خپلو الوتنو د خوندیتوب لپاره د افغانستان د فضايي قلمرو څخه استفاده کوي.

 یاد نړیوال خبري اژانس د جمعې په ورځ د اګسټ په ۲۳ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په پرتله روان ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو په عبوري الوتنو کې اوه ځلي زیاتوالی راغلی دی.

د راپور پر بنسټ د سنګاپور، بریټانیا او د جرمني لوفتانزا هغه هوايي شرکتونه دي چې د منځني ختیځ پر ځای د اسیا او اروپايي هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د افغانستان فضا څخه کار اخلي.

افغانستان د اروپايي هیوادونو او د اسیا د یو شمیر هیوادونو ترمنځ لنډه فضايي لار ده چې د الوتکو د تیلو د مصرف سپما سبب ګرځي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان د دغه هیواد د فضا څخه د هرې الوتکې د تیریدو څخه تر اوو سوو امریکايي ډالره اخلي.