‏۱۹ افغانې نجونې چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د زده‌کړو څخه محرومې شوې وې، د لېندا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د طب پوهنځي زده‌کړو ته د دوام ورکولو لپاره سکاټلنډ ته ورسېدې.

‏دغه بنسټ ویلي چې دا نجونې د کابل، میدان وردک، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه دي او له پاکستانه بریتانیا ته لېږدول شوې دي.