‏د ناروي په مرکز کې د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت په تېرو ۲۰ ورځو کې ۸۵ سیاسي بندیان، په ګډون د ۸ افغانانو، په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي دي.

‏دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د “اعدام ته نه سه‌شنبه‌ګانو” کمپاین کې ګډون وکړي او د ایران د اعدامونو پر وړاندې اعتراض وکړي.

‏د بشري حقونو د څېړونکو موندنې ښيي چې د ایران حکومت دغه اعدامونه په زندانونو کې ترسره کړي دي.