‏طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي چې په تېره یوه کال کې یې له ۱۳ زرو څخه ډېر کسان د “غیراخلاقي کړنو” له امله نیولي دي.

‏دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د طالبانو ۲۸۰ امنیتي ځواکونه یې د ږیرې نه لرلو له امله برطرفه کړي دي.

‏په نیول شویو کسانو کې ډېری له ۲۴ ساعتونو نه ډېر په بند کې نه‌دي پاتې شوي. دې وزارت د نیول شویو کسانو جنسیت او نوعیت نه دی ښودلی.