‏د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه افغانانو، چې ۱۲.۳ میلیونه ماشومان په کې شامل دي، د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

‏یونېسف د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲.۸ میلیونه ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کړې. راپور زیاتوي چې په مې میاشت کې د بدخشان، تخار، او بغلان ولایتونو کې ناڅاپي سېلابونو ۱۸۰ کسان وژلي او ۲۸۰ نور یې ټپیان کړي.