‏د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بریښنا او ناڅاپي سیلابونو امکان شته.

‏دغه وړاندوینه نن او سبا لپاره ده او په بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا کې شوې ده.

‏همدارنګه، په شمالي او مرکزي سیمو کې د سختو بادونو او ګردونو امکان شته.