‏تېره شپه په میدان وردک ولایت کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

‏دا سېلابونه په ځانګړي ډول د بهسود ولسوالۍ او شاوخوا سیمو، لکه «جانقره راموز»، «قول نوکر»، او «بندشوی» کلیو کې راوتلي دي.

‏سېلابونو د کرنیزو ځمکو او اوبو لګولو کانالونو د ویجاړولو ترڅنګ، د کابل-دایکندی لویه لاره هم د «کوتل ملا یعقوب» په سیمه کې بنده کړې ده.

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د سېلابونو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د سیمې د بندښت له امله تر اوسه د زیانونو او تلفاتو کره شمېرې نه دي معلومې.