‏د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې طالبانو افغانستان د نړۍ په کچه د تروریستانو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدل کړی دی.

‏دغه کمیټه په یوه بیان کې، چې د جمعې په ورځ، د اسد ۲۶مه خپور شو، ویلي چې داعش خراسان څانګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپله جګړه زیاتوي.

‏دغه کمیټه د افغانستان څخه د امریکا وتل د ویتنام سره پرتله کړي او ویلي دي چې د بایدن حکومت باید د افغانستان څخه د “غميزه‌ي” وتلو په اړه حساب ورکړي.