‏د طالبانو د واکمنۍ درېیم کال په پوره کېدو سره، لسګونه افغان ښځې په اسلام‌آباد کې راټولې شوې او د “ډوډۍ، کار، ازادي” او “طالبان جرم کوي، نړۍ ملاتړ کوي” په څېر شعارونو سره یې د طالبانو پر ضد اعتراض وکړ.

‏معترضو ښځو د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې “شرموونکې فاجعه” یاده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي.