‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وایی د افغانستان په تاریخ کې هغه رژیمونه چې د ظالمانو، ځان‌غوښتونکو او فاسدو کسانو په مشرۍ جوړ شوي دي هېڅکله یې مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او له سقوط سره مخ شوي دي.

‏نصیر احمد فایق نن پنجشنبه د اګسټ په ۱۵ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې د جمهوریت سقوط ته په اشارې د طالبانو رژیم ځان غوښتوونکی، فاسد او په بهرنیو مرستو متکي بللی دی چې په وینا یې د هېوادونو مداخلو او وینې بهېدولو ته یې زمینه مساعده کړې ده.

‏نوموړي د اګست ۱۵مه، په هېواد کې د فقر، جهالت او د افغانستان د خلکو د بدبختۍ د تداوم ورځې په توګه یاده کړې ده.

‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي د افغانستان خلک د دې خاورې اصلي قهرمانان بللي چې په وینا یې لا هم په حوصله او متانت سره د روښانه راتلونکي هیله لري.