‏د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویلي، چې د تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه. تورخم دروازه څلور ورځې وړاندې وروسته له هغه وتړل شوه چې پاکستاني ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي سیمې په اړوند طالبانو ځواکونو باندې د یوې پوستې د جوړولو پر مهال ډزې وکړې.