‏یوشمېر نړیوالو مرستندویه ادارو، په شمول د ډنمارک د کډوالو شورا او د ماشومانو د ژغورنې ادارې، په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري بحران په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

‏په یوه ګډه اعلامیه کې یې ویلي چې درې کاله وروسته له واک بدلون، میلیونونه افغانان لا هم د فقر، بې‌ځایه کېدو او ناامیدۍ په کړکېچ کې راګیر دي.

‏په اعلامیه کې ویل شوي چې سږ کال یوازې ۲۵ سلنه مرستې ترلاسه شوې، چې له امله یې ۳۴۳ روغتیايي ټیمونه تړل شوي دي. د دوی په وینا، له ۱۲ میلیون څخه زیات خلک له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي او تمه ده چې وضعیت لا خراب شي او تر نیم میلیون زیات ماشومان به له خوارځواکۍ سره مخ شي.

‏ادارو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې بشري مرستې زیاتې کړي او اوږدمهاله ملاتړ ډاډمن کړي.