پر افغانستان باندې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د رسیدلو سره هممهاله د مرستې رسونې یو شمیر نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان د  نړیوالې ټولنې د پرله پسې ملاتړ او مشارکت پرته له یاد څخه د یو وتلي بحران  د ګواښ سره مخ دی.

د لوږې سره د اقدام، پاملرنه، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیواله کمیټه، د ناروې د کډوالو شورا، په ټوله نړۍ کې د اسلامي مرستې اداره او افغانانو ته د مرستو رسونې یو شمیر نورو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې میلیونونه افغانان په افغانستان کې د واک د بدلون درې کاله وروسته د نړۍ یو ترټولو ستراو پیچلي بشري بحران په منځ کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

دغو نړیوالو ادارو د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي افغانان چې ډیر زیات په بشري مرستو باندې متکي دي، د لوږې، بې کورۍ او ناهیلۍ په څرخ کې ګیر پاتې دي.

ددغو ادارو د وینا پر اساس افغانان یو د بل پسې ټکانونه تجربه کوي او اوسنی بحران چې د تیرو لسیزو جګړو، اقلیم د بدلون او د جنسیت پربنسټ د توپیري چلند څخه رامنځ ته شوې دغه هیواد ته یې زیانونه او ویجاړتیا رسولې ده.

د مرستې رسونې دغو ادارو افغانستان کې بشري اړتیاو ته د ځواب ویلو پروګرام په استناد باندې ویلي چې په دغه هیواد کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.